دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 168795
ولسمشر غنی: غزنی ته نور حمایوی ځواکونه استول کیږی
ولسمشر محمد اشرف غني وایي د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانی په وروستي غونډه کې غزني ښار ته د لا زیاتو حمایوي ځواکونو د لېږلو پرېکړه کړې ده.

ولسمشر غني تېره شپه ناوخته وویل ”څو شېبې مخکې مې د اعلی سرقومندانۍ په بيړنۍ غونډه کې د غزني له والي، د تندر قول اردو له قومندان، د غزني له امنيه قومندان او د ملي امنیت له رئیس سره تفصيلي خبرې وکړې او د دغه ولايت او د  غزني ښار د نظامي او بشري وضعیت په هکله مې د دوی صادقانه او تفصيلي معلومات واورېدل. “
هغه زیاته کړه ”د دښمن د يرغل پر وړاندې مې د امنيتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې وستايلې او د دغه معلوماتو په رڼا کې مې غزني ولايت ته د لازياتو حمایوي ځواکونو د لېږلو پرېکړه وکړه چې ډېر ژر به دغه ولايت ته ورسېږي. “
دا په داسې حال کې ده چې د ملي پوځ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي پرون له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل، چې  تر راتلونکو دوو ورځو پورې به د دغه ولایت امنیتي وضعیت بدلون وکړي او اول نمبر لویه لاره به هم د ترافیکو او مسافرو پرمخ پرانستل شي.
نوموړي په غزني ولایت کې د ترهګرو د ځپلو په موخه د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو د ورو والي لامل په یاد ولایت کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او د عامه شتمنیو د تخریب مخنیوی وباله.
جنرال یفتلي دې ته په ټینګار سره، چې د غزني ولایت اصلي طالبانو یاد ولایت کې د وروستي پراخ برید ځواک نه لرلو، زیاته کړه، په دې برید کې طالبان او ترهګر له هلمند، زابل، پکتیا او پکتیکا ولایتونو څخه غزني ته راغلي وو.
 
https://avapress.com/vdcb9wb8srhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته