دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 168798
سوریه ادلب ښار کې یو چاودنه شوي
د سوریې په ادلب کې په یوه لویه چاودنه کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ادلب په یوه هستوګنه سیمه کې د یوې ودانۍ په لاندني پوړ کې یوې لویې چاودنې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله واړوله.
پرون تر ناوخته مرستندویه او ژغورندویه ډلې په کار بوختې وې چې تر ودانۍ لاندې کسان راوباسي.
چارواکو د ۳۹ کسانو د وژنې خبره تأیید کړه چې په‎کې ۱۲ ماشومان هم شامل دي.
چاودنه د سوریې د ادلب په سرمدا ښار کې چې له ترکیې سره نږدې پوله لري رامنځته شوې ده.
د سوریې د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ډلې لومړی د دې چاودنې د وژل شویو شمېر ۱۸ تنه ښودلی و، خو وروسته د چاودنې له ورانیو د مړیو په پیدا کېدو سره د وژل شویو کسانو شمېر لوړ شو.
دا ډله وايي چې د شام د ازادۍ کمېټې په نوم په القاعده پورې یوې تړلې ډلې د سرمدا ښار په دې هستوګنې سیمه کې دا ډيپو جوړه کړې وه چې پرون په‎کې چاودنه وشوه.

تر اوسه پورې د چاودنې علت نه‎دی معلوم او دا هم نه‌ده معلومه چې وژل شوي او ټپیان ټول ملکیان دي که وسله‎وال کسان هم په‎کې شامل دي.
اخوا د ادلب د ملکيانو د دفاع ادارې یوه چارواکي حاتم ابو مروان د جرمني خبري اژانس ته وویل، ۷۰ کسان په‎دې چاودنه کې ټپیان شوي او چاودنې ډېر ورانی کړی دی.

د ادلب په سرمدا کې دې چاودنې په داسې وخت کې د ګڼو خلکو ژوند واخیست چې سوري ځواکونه په همدې ښار کې د ملېشه پوځیانو پر ضد جنګېږي.
د ادلب سرمدا​ تر ډېره د حیات تحریر شام ډلې له‌خوا کنټرولېږي چې له القاعده سره نږدې اړیکې لري.
د سوریې د حکومت او ملېشو ترمنځ د یوې موافقې له مخې زرګونه ملېشه له خپلو کورنیو سره یوځای په تېرو درېیو کلونو کې د سوریې له بېلابېلو سیمو ادلب ته راوستل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdceov8zvjh8pfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته