د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال ویاند ذبیحالله سادات امریکا غږ – آشنا ته وویل، دغو اعتراضکوونکو نن د کمیسیون کارکوونکو ته اجازه ورنکړه، چې خپلو دفترونو ته دننه شي.
هغه زیاته کړه "دغه کسان د ولسي جرګې د غړي ملا ترهخیل محمدي پورې اړوند کسان دي او یو شمیر نور نوماندان هم په څنګ کې ورسره دي، هغه کسان چې دوی له لیست څخه ایستل شوي دي، خو دا چې دوی ادرس غلط کړی، غلطې دروازې مخکې دوی خیمه دروي، ځکه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وروستۍ پریکړه ترسره کوي، دوی کولی شي چې خپله ستونزه له هغوی سره حل کړي".
ښاغلي سادات له امنیتي ارګانونو څخه وغوښتل، چې د ټاکنو کمیسیون امنیت خوندي او کارکوونکو ته یې دفتر ته د دننه کیدو زمینه مساعده کړي.
د ولسي جرګې غړی مولوي ترهخیل وايي، تر هغې چې ټاکنیز کمیسیونونه د دوی غوښتنې و نه مني، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د شنبې په ورځ (زمري ۲۰) د ولسي جرګې د نوماندانو وروستی لیست د ټاکنو کمیسیون ته واستوه، چې د مولوي ترهخیل محمدي، فوزیه کوفي، مریم کوفي، زرداد فریادي، قیس حسن، ضیالحق امرخیل او صداقت زاهد په ګډون ۳۵ کسانو نومنه ترې لرې شوي و