دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 168817
په کابل کې د انتخاباتو د کمېسیون دفتر ته نېږدې ځانوژونکې حمله شوې
په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دفتر ته نېږدې نن د یوې ځانوژونکې حملې په نتیجه کې د لومړنیو معلوماتو له مخې، دوه پولیس وژل شوي او یو تن ټپي دی.
دغه حمله داسې مهال شوې چې د دې دفتر مخې ته د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو له وروستي لېست څخه د یوه ایستل شوي کاندید مولوي ترخېل محمدي پلویان د اعتراض په توګه راټول شوي وو او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دروازې یې تړلې وې.
د انتخاباتو چارواکو ویلي چې نوموړی له غیرقانوني وسله والو ډلو سره د اړیکو په تور د کاندیدانو له وروستي لېسته ایستل شوی دی.
مولوي تره خېل محمدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې تأیید کړه چې د انتخاباتو د دفتر دروازه د ده پلویانو د دې لپاره تړلې وه چې د انتخاباتو کمېسیون باید دا ورته واضح کړي چې د کومو کره شواهدو له مخې یې د ده نوم د کاندیدانو له وروستي لېسته ایستلی دی
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgq79quak9374.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته