دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۸
د مطلب کود : 168824
کابل کې ټاکنو کمیسیون دفتر ته نږدی چاودنه
نن د غرمې وروسته د کابل ښار په ختېځ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر ته څېرمه چاودنه شوې.


د کابل د امنیې قوماندانی ویاند حشمت ستانکزي وایي چاودنې د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې او په ترڅ کې د پولیسو یوه سرتیری وژل شوی او یو هم ټپي دی.
ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، چې پیښه نن غزمې وروسته شاوخوا ۱:۱۵ رامنځته شوې ده.
د ښاغلي ستانکزي په وینا، یوه ځانمرګي برید چې غوښتل یې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته ځان ورسوي،  د برید له ترسره کولو مخکې د پولیسو له خوا وپېژنل شو او تر  نیول کېدو وړاندې یې ځان ته چاودنه ورکړه.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 
https://avapress.com/vdcewv8zejh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته