دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 168825
غزنی ښار جګړې په اړه دفاع او کورنیو چارو وزیرانو څرګندونې
د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وایي دغزني ښار د تصفیې لپاره له نورو ولایتونو څخه امنیتي او دفاعي ځواکونه غزني ته رسېدلي دي.

نوموړی په کابل ښار کې له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل، چې د ملي پوځ لوی درستیز په ګډون جګپوړي امنیتي چارواکي په غزني ښار کې دي.
ښاغلي بهرامي ډاډ څرګند کړ چې تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې به د غزني ښار د امنیت په وضعیت کې بدلون رامنځته شي.
هغه زیاته کړه، چې پر غزني د طالبانو په برید کې پاکستانیاني، چیچیني، او عرب وسله والو هم برخه اخیستې وه.
د ښاغلي بهرامي په وینا، د غزني په نښته کې تر اوسه شاوخوا ۱۹۴ وسله وال وژل شوي چې په کې د وسله والو ۱۹ ډلمشران هم شامل دي او تر ۱۴۷ زیات وسله وال ټپیان دي او د نښتې په ترڅ کې شاوخوا ۲۰ ملکي وګړي وژل شوي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د طالبانو هغه ادعاوې رد کړ چې ګواکې یو شمېر دولتي بنسټونه د وسله والو لاس ته لوېدلي.
نوموړی زیاته کړه، چې د غزني ښار مرکزي محبس به ګډون ټول دولتي بنسټونه د امنیتي خواکونو تر کنټرول لاندې دي.
د ښاغلي برمک په وینا، د غزني ښار لومړی امنیتي حوزه د وسله والو له شتون څخه پاکه شوې او د مرکز ته د وژل شویو او ټپیانو د لېږد چارې پیل شوي.
هغه زیاته کړه، چې په تېرو څلورو ورځو کې شاوخوا ۷۰ پولیس سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 
https://avapress.com/vdcf0cdytw6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته