دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۶
د مطلب کود : 168826
غزنی کې افغان او بهرنیو ځواکونو هوایی بریدونو کې نږدی ۱۳۰ تنه وسله وال وژل شوي
دغزني ولایت په مربوطاتو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو په ترڅ کې تر ۱۳۰ زیات وسله وال وژل شوي.

په جنوپ ختېخ کې د افغان پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو ادعا کوي، چې افغان او ائتلافي ځواکونو د وسله والو پر مواضعو هوایي بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې شاوخوا ۱۳۹ وسله وال وژل شوي.
د تندر قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ”افغان او ایتلافي هوایي ځواکونو د غزني ولایت په مربوطاتو کې پر وسله والو مخالفینو هوایي بریدونه کړي چې په پایله کې یې (۱۳۹) تنه وسله وال ترهګر وژلي همدارنګه د دښمن دوه پټن ځایونه او یو عراده موټر له منځه وړی دی. “
دا په داسې حال کې ده چې له تیرې جمعې ورځې راهیسې د غزني ولایت په مرکز غزني ښار کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.
بلخوا ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانی په وروستي غونډه کې غزني ښار ته د لا زیاتو حمایوي ځواکونو د لېږلو پرېکړه کړې ده.
ولسمشر غني تېره شپه ناوخته وویل ”څو شېبې مخکې مې د اعلی سرقومندانۍ په بيړنۍ غونډه کې د غزني له والي، د تندر قول اردو له قومندان، د غزني له امنيه قومندان او د ملي امنیت له رئیس سره تفصيلي خبرې وکړې او د دغه ولايت او د  غزني ښار د نظامي او بشري وضعیت په هکله مې د دوی صادقانه او تفصيلي معلومات واورېدل. “
هغه زیاته کړه ”د دښمن د يرغل پر وړاندې مې د امنيتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې وستايلې او د دغه معلوماتو په رڼا کې مې غزني ولايت ته د لازياتو حمایوي ځواکونو د لېږلو پرېکړه وکړه چې ډېر ژر به دغه ولايت ته ورسېږي. “
 
https://avapress.com/vdcgx79q3ak9374.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته