د کابل غزني لویه لار، چې د میدان وردګ په اړوند سیمو کې تړل شوې وه؛ د دوشنبې پر ورځ( د زمري ۲۲) د مسافرو پر مخ پرانیستل شوه.
یو شمېر کسان، چې توانیدلي د غزني له جګړې ځان را وباسي وایي، چې غزني له بد امنیتي حالت سره مخ دی.
هغه کسان، چې کابل ته جسدونه لیږدوي؛ د مړو شمېر لوړ ښيي او وایي، چې روغتونونه، لارې او سړکونه له مړو ډک دي او داکتران په کې نشته.
وسلوالو طالبانو په غزني کې د برید پر مهال دغه ولایت ته له کابله ورغلې لار د میدان وردګ ولایت په اړوند سیمو کې څو ځایه وتړله او غزني ته پر روانو مرستندویه ځواکونو یې بریدونه کول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)