دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 168859
اروپایی ټولنه: جنرال دوستم پرضد د دوسیې ټول قضایی پړاوونه باید بشپړ شی
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې او د ناروي حکومت ماموریتونو ویلي چې د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم پر ضد د دوسیې ټول قضایي پړاوونه باید د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې بشپړ شي.

د ارپایي ټولنې او ناروي ماموریتونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هیڅوک باید له قانون څخه پورته نه وي او د افغانستان د سولې او ثبات او د ولسواکي د پیاوړتیا لپاره ټول افغانان باید ګډ کار وکړي.
جنرال دوستم تېره میاشت له ترکیې څخه کابل ته ستون شو.
که څه هم د اروپایي ټولنې په خبرپاڼه کې د جنرال دوستم قضیې په اړه څه نه دي ویل شوي.
خو د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي ادعا کوي چې د جنرال دوستم د ساتونکو له لوري نیول شوی و او تر وهلو ډبولو وروسته د جنسي شکنجې ښکار شوی دی.
خو د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم دفتر یې د ښاغلي ایشچي دغه ادعاوې بې‌بنسټه بولي.
 
https://avapress.com/vdccp4qso2bqe48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته