کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټاکنو خپلواک کمیسیون ولسی جرګې کاندیدانو وروستی لېست اعلان کړ

23 اسد 1397 ساعت 10:42

د افغانستا د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېر ماښام ناوخته د ولسي جرګې د کاندیدانو وروستی لېست اعلان کړ.



د ټاکنو کمېسیون د غزني ولایت پرته د ټولو ولایتونو، کوچیانو، هند او سکهانو د کاندیدانو لېستونه په خپل رسمي ویبپاڼه کې یې خپاره کړي.
د ولسي جرګې د کاندیدانو وروستي لېست په داسې حال کې خپرېږي چې د ځینو کاندیدانو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون وروستي پرېکړه غبرګونونه راپارولي دي.
 ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د خلکو له خوا پر ځینو کاندیدانو د شکایتونو تر څېړلو وروسته د کاندیدانو له نوملړه ۳۵ کسان ایستل شوي.
 دکاندیدوانو له نوملړه ایستل شوي کاندید د مولوي تره‌خیل محمدي پلویانو پرون دوشنبه د ټاکنو کمېسیون دروازې وتړله.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس ګلا جان عبدالبدیع صیاد د ټاکنو کمېیسیون دفتر ته څېرمه د نننی مظاهرې په اړه په غبرګون کې ویلي و چې خلک د قانون په چوکاټ کې د اعتراض لري خو هیڅوک د دې حق نه لري چې د ټاکنو کمېسیون د کارونو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي.
بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه چارواکی تائیدوي چې د لرې شویو کاندیدانو په ډله کې هغه کسان هم وجود لري چې د شکایت پرته له نوملړه ایستل شوي.
د ټاکنو کمېسیون دغه سرچینه د نوم نه ښودلو شرط تائیدوي چې د لرې شویوکاندیدانو په ډله کې د لسو تنو پر خلاف هیڅ کوم شکایت او یا هم اسناد وجود نه لري چې د نشيي توکو په قاچاقو، د بشري حقونو ضد په فعالیتونو او په نورو مواردو کې یې د لرې شویو کاندیدانو لاس لرل ثابت کړي.
 


د مطلب کود: 168860

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168860/ټاکنو-خپلواک-کمیسیون-ولسی-جرګې-کاندیدانو-وروستی-لېست-اعلان-کړ

آوا
  https://www.avapress.com