دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 168862
طالبانو د آی خانم ګذرګاه کنترول په لاس کې نیولی
د تخار په ولایت کې امنیتی چارواکې وایی چی طالبانو د دریم ځل لپاره تیره ورځ( دوشنبه، ۲۲ اسد) د آی خانم ګذرګاه کنترول په کې نیولی دی.

خلیل اسیر، د تخار پولیسو ویاند سیمه ایز رسنیو ته ویلی دی چی طالبان د څو ساعتونو نښتو وروسته بریالی شوی دی ترڅو آی خانم ګذرګاه تصرف کړي.
د هغه په وینا، په دی نښته کې ۱۲ تنه سرحدی سرتیری وژل شوی او ۷ تنه نور ټپیان شوی دی.
د تخار پولیسو ویاند زیاته کړه چی قوماندان کمیساری هم په ټپیانو کې دی.
 
https://avapress.com/vdcg379qxak9374.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته