دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 168864
په غورماچ کې د (چینایانو) پایګاه سقوط وکړ / د ۴۰ څخه ډیر امنیتی سرتیری طالبانو ته تسلیم شوي
سیمه ایز سرچینی وایی چی امنیتی ځواکونو پایګاه چی چینایانو کمپ باندی مشهور دی د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالی کې د طالبانو په لاس سقوط کړي دی.

ددی سرچینی په وینا، دا پایګاه د ۴۸ ساعتونو راهیسی د طالبانو په محاصره کې وو او تیره شپه د طالبانو په لاس سقوط وکړ.
ددی سرچینی په وینا، د ۴۰ څخه ډیر امنیتی سرتیری چی په دی پایګاه کې وو هم طالبانو ته تسلیم شوی دی.
محمد طاهر رحمانی، فاریاب ولایتی شورا رییس دا خبره تایید کړی ده.
ددی پایګاه تیرو دوو ورځو نښټو کې نږدی ۴۳ تنه امنیتی سرتیری شهید شوی او ټپیان شوی دی او د ۱۷ تنو څخه ډیر طالبانو اسیر شوی دی.
امنیتی سرچینی، تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی. طالبان هم په دی اړه څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdciqvaz5t1aqv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته