کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت: غزنی کې جګړه د ښار څنډو ته رسیدلي

23 اسد 1397 ساعت 16:55

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه پر غزني ښار بشپړ کنټرول لري او دښمن په شما تمبول شوی دی.



تر څلورو ورځو سختو جګړو وروسته بالاخره افغان ځواکونه په دې وتوانېدل چې له غزني ښار وسله‌وال طالبان په شا او د ښار امنیت په بشپړ ډول خپل کړي.
د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید په دی اړه وایی چې د غزني ښار تصفیه شوی، دا مهال افغان ځانګړي او کمانډو ځواکونه له ښاره دباندې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

نوموړي زیاته کړه:
"ښار له دښمن تصفیه شوی، عام خلک خپلو کارونو ته ستانه شوي، له ښاره دباندې په کومو سیمو کې چې مزاحمتونه دي د ځانګړو او کمانډو ځواکونو تصفيوي عملیات روان دي، هوايي ځواک‌یې ملاتړ کوي، عملیات به تر هغې دوام وکړي، څو ټولې سیمې له دښمن نه پاکې شي او ګواښونه په بشپړه توګه له‌منځه ولاړ شي."
د تېرې جمعې په شپه وسله‌والو طالبانو پر غزني ښار ډله‌ییزه حمله وکړه چې په ښار کې دننه له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل شول.
دفاع وزارت وايي، په دغه جګړه کې شااوخوا ۷۰ پولیس، ۳۰ د ملي اردو سرتېري، ۴۰ ملکیان او ۳۲۶ طالبان وژل شوي او سلګونه نور یې ټپيان دي.
بل‌خوا د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډيو ته وویل چې اوس هم په غزني ښار کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.
په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د غزني استازي تأییدوي چې ښار د افغان ځواکونو له لوري تصفیه شوی دی.
خو په ولسي جرګه کې د غرني ولایت استازي خداداد عرفاني وایی چې لا هم ښار ته د طالبانو ګواښ متوجې دی.

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت د اجرستان ولسوالۍ د سقوط په اړه څه نه‌وايي، خو ټینګار کوي چې په غزني ولایت کې به تر هغې عملیات دوام وکړي، تر کومه چې په دغه ولایت کې د دښمن ګواښونه په بشپړه توګه له‌منځه نه‌وي تللي.
دفاع وزیر تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې د غزني ښار په جګړه کې د افغان طالبانو سربېره، پاکستانیان، عربان او چچنایان هم برخه لري.
په ورته وخت کې په کابل کې یو شمېر دیني عالمانو او ځوانانو له حکومت او طالبانو په غزني ښار کې د یوې ورځې اوربند غوښتنه کوي.
د اوربند غوښتنه د دې لپاره ده چې په جګړه کې اوښتو انساني تلفاتو ته رسیده‌ګي وشي.
 


د مطلب کود: 168879

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168879/دفاع-وزارت-غزنی-کې-جګړه-د-ښار-څنډو-ته-رسیدلي

آوا
  https://www.avapress.com