دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۰
د مطلب کود : 168885
د ۳۵ حذف شویو نوماندانو پرېکړه وروستۍ ده- کمیسیون
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون څرګنده کړې، چې د ۳۵ حذف شویو نوماندانو په تړاو رامنځته شوې پرېکړه وروستۍ ده او د چا د لاریونونو او اعتراضونو پروا هم نلري.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون دروازې ته نږدې دا دوه ورځې کیږي، چې د هغو نوماندانو لاریون روان دی، چې له وروستي نوملړه ویستل شوي دي.
له وروستي نوملړه حذف شوې مریم کوفي وایي، حکومت او کمیسیون دې په دې تړاو سپیناوی وکړي؛ که نه، نو لاریون به روان وساتل شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي، د قانون له مخې؛ دا کسان په جرمونو کې د ښکېلتیا پر تور له وروستي نوملړه ویستل شوي او دغه پرېکړه نه بدلیږي.

دغه راز د ټاکنو قانون د دري نوییمې مادې له مخې؛ د ټاکنیزو شکایتونو مرکزي کمیسیون پرېکړه د ټاکنیزو شکایتونو او اعتراضونو په تړاو وروستۍ ده.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي علی رضا روحاني وایي، چې د کمیسیون پرېکړه وروستۍ ده؛ ځکه، نو اندونه او خنډونه ګټه نلري.       
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائيه رییس یوسف رشید وایي، د نوماندانو د حذف دلایل باید نوماندانو او څارونکیو بنسټونو ته ښکاره او څرګند شي.
د یادونې ده، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د شنبې پر ورځ( د زمري ۲۰) د ولسي جرګې د نوماندانو له وروستي نوملړه ضیاالحق امرخېل، اسدالله شریفي، مریم کوفي، فوزیه کوفي او مولوي تره خېل په ګډون د ۳۵ نوماندانو نومونه حذف کړل او د ولسي جرګې د نوماندانو وروستی نوملړ د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارل شو، چې له همغې ورځې راپدیخوا یو شمېر حذف شويو کسانو د دغه کمیسیون پر ضد په مرکز او ولایتونو کې اعتراضونه پیل کړي او غواړي لویې لارې وتړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbwwb8srhb0wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته