کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناټو په اروپا کې د افغان ځواکونو روسي هیلکوپترې ترمیموي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 اسد 1397 ساعت 8:34

ناټو په اروپا کې د افغان ځواکونو Mi-17 روسي الوتکې رغولي دي او دغه هلیکوپترې به په راتلونکو اونیو کې افغان هوایي ځواکونو ته ورکړل شي.


د ناټو د افغان پوځ د دریو Mi-17 روسي الوتکو د ترمیمولو خبره پداسې حال کې کوي چې ددغو هلیکوپترو پر ځای افغان ځواکونو ته د امریکا له لورې د بلک هاک Black Hawk هیلیکوپترو د ورکولو کار روان دی.
د قاطع ماموریت یو ویاند مارتین اودنیل د امریکا Defense Post خپرونې ته ویلي دي چې په روسیه کې جوړې شوې هیلکوپترې په ٢٠١٦ او ٢٠١٧ کلونو کې له کابل نه اروپا ته د رغولو لپاره انتقال شوي او دغه هلیکوپتر په بلغاریا، چک جمهوریت او سلواکیا کې چې ټول د ناټو غړي دي رغول شوي دي.
د دغو دریو الوتکو څخه دوه یې د افغان هوایي ځواک دي او دریمه یې د افغانستان ځانگړو ځواکونو ته ورکول کیږي
د امریکا د متحده ایالاتو حکومت په ٢٠٠٥ کال د شاوخوا ٧٣ روسي Mi‑17 هلیکوپترو د اخیستلو لپاره په میلیونو ډالر ځانگړي کړل.
د افغانستان لپاره د امریکا د بیارغونې د مرستو سرمفتش یا سیگار وایي یواځې د ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۱۴، پورې امریکا ۶۴ Mi‑17 روسي هلیکوپتر افغان هوایي ځواکونو ته اخیستي دي.
دمخه د پنتاگون سرمفتش گلن فن، هم ویلي وو چې بلک هاک هلیکوپترې د Mi-17هلیکوپترو په څیرپه لوړو ارتفاعو کې نشي الوتلای پدې خاطر په امریکا کې جوړې شوې هلیکوپترې نشي کولی د افغانستان په لېرې پرتو غرنیو سیمو کې دMi-17 روسي هلیکوپترو په څر عملیات وکړي.
له بلې خوا د امریکا کانگرس د شپږو کلونو راهیسې د امریکا د متحده ایالاتو پر حکومت باندې زور اچولی چې د روسي Mi-17هلیکوپترو پر ځای دې امریکایي هیلیکوپترې افغانستان ته برابرې کړي چې ددې عمده دلیل یې په بهر کې د روسیې لاس وهنې گڼل شوي دي.
د افغانستان هوایي ځواک د ١٩٨٠ لسیزې راهسیې دMi-17 روسي الوتکو نه استفاده کوله او اوس د امریکا متحده ایالات هڅه کړې چې افغان هوایي ځواکونو ته د روسي هیلکوپترو پر ځای امریکایي هلیکوپترې ورکړي.


د مطلب کود: 168895

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168895/ناټو-په-اروپا-کې-د-افغان-ځواکونو-روسي-هیلکوپترې-ترمیموي

آوا
  https://www.avapress.com