دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 168911
په مرکزی بغلان کې د ۵۶ امنیتی ځواکونو شهیدیدنه
د هیواد په شمال کې بغلان سیمه ایز چارواکې وایی چی تیره شپه طالبانو ددی ولایت مرکزی بغلان ولسوالی کې امنیتی ځواکونو پایګاوو باندی تهاجمی بریدونه ترسره کړی او په دی عملیات کې نږدی ۵۶ امنیتی ځواکونه په شهادت رسیدلی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزاشر سره، دا عملیات د مرکزی بغلان د علاوالدین په سیمه کې ترسره شوی او په ترڅ کې یی ۴۵ تنه ملی اردو سرتیری او ۱۱ تنه سیمه ایز پولیس شهید وی دی.
د ریپورتونو په اساس مومن الله، سیمه ایز پولیسو یو قوماندان هم په دی نښتو کې وژل شوی دی.
طالبان ددی وروسته چی ټول امنیتی ځواکونه په پایګاوو کې له منځه وړي، ټول نظامی تجهیزات د ځان سره وړی دی.
د سیمه ایزو چارواکو په وینا، دا عملیات په یو لیری پرته سیمه کې ترسره شوی او ټول امنیتی ځواکونه چی په دی سیمه کې حضور درلود، له منځه وړل شوی دی.
د یادولو وړ دی چی په دی اخیرو کې طالبان تهاجمی بریدونه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ډیر کړی دی په دی اخرو درو ورځو کې د غزنی ولایت ښار باندی برید کې نږدی ۱۰۰ تنه امنیتی سرتیری شهید کړي او همدارنګه د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالی کې هم ۳۲ تنه امنیتی ځواکونه شهید کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcb8wb88rhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته