کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اروپا اتحادیه ۲۰۰ میلیون یورو، د مهاجرینو چارو وزارت سره مرسته کوی

24 اسد 1397 ساعت 13:09

سید حسین عالمی بلخی د مهاجرینو چارو وزیر وایی چی اروپا اتحادیه په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کال کې تعهد کړي چی ۲۰۰ میلیون یورو د مهاجرت په برخه کې افغانستان سره مرسته وکړی.



د آوا په ګزارش سره، تیره ورځ د مهاجرینو چارو رهبری ملی کمیته دوهمه ناسته د عبدالله عبدالله اجرایی رییس په مشری او مهاجرینو چارو وزارت چارواکو حضور سره، داخلی نهادونو او بین المللی موسساتو پّ حضور په کابل کې ترسره شو.
د مهاجرینو چارو وزیر په دی ناسته کې وویل: اروپا اتحادیه په ۲۰۱۶ کال کې، نږدی ۷۸.۳ میلیون یورو او په ۲۰۱۷ کال کې ۱۲۴.۳ میلیون یورو مرستې تعهد د افغانستان دولت سره د مهاجرت په برخه کې کړی دی.
هغه زیاته کړه چی دا مرستې د مهاجرت کوونکو او بی ځایه شونو چارو په برخه کې به تر ۲۰۱۹ کال پوری په مصرف ورسیږی.
همدارنګه توبی لانزر د اروپا اتحادیه نماینده وویل: دا مرستې د GIZ, UNESXO UNHABITAT, UNICEF, WHO, UNHCR, IOM  سازمانونه په بیلابیلو برخو لکه مجدد ادغام، حکومت څخه فنی ملاتړ، زده کړه، اسکان او کور جوړونه، کاریابی، کوچنیان او پولیو واکسین کمپاین کې اجرا شی.
 


د مطلب کود: 168912

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168912/د-اروپا-اتحادیه-۲۰۰-میلیون-یورو-مهاجرینو-چارو-وزارت-سره-مرسته-کوی

آوا
  https://www.avapress.com