امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د علاوالدین پر قرارګاه د طالبانو برید په ترڅ کې د ملي پوځ او محلي پولیسو ۴۵ سرتېري شهدان شوي.
سرچینې زیاتوي، چې د شهیدانو په ډله کې د ملي پوځ ۳۰ سرتېري او د محلي پولیسو ۱۰ سرتېري شامل دي.
د چارواکو په وینا، د علاوالدین پر پوځي قرارګاه برید تېره شپه ناوخته ترسره شوی او په ترڅ کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو چارواکو د وسله والو مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوال کې د ملي پوځ یوه اډه د وسله والو لاس ته لوېدلې وه.
بغلان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د بغلا په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)