کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل ښار د خونړی ځانمرګي برید په اړه د طالبانو دریځ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 اسد 1397 ساعت 17:36

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي ”د کابل ښار په دشت برچی کې د نن ورځې چاودنه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې ربط نه لري. “


په افغانستان کې وسله وال طالبان وایي د کابل ښار په نننی برید کې لاس نه لري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي ”د کابل ښار په دشت برچی کې د نن ورځې چاودنه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې ربط نه لري. “
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش تائیدوي چې د کابل په لویدیځ کې د یو ښوونیز مرکز ته څېرمه ځانمرګي برید شوی خو د تلفاتو په اړه معلومات په لاس کې نشته.
 د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي د چاودنې په ترڅ کې ۲۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۵ نور ټپیان دي چې درملنې لپاره روغتونونو ته ور وړل شوي دي.
یوه امنیتي سرچینه وایي د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او تر ۲۰ زیات ټپیان دي.
سرچینه زیاتوي، چې پيښه د ښوونیز مرکز کې دننه رامنځته شوې ده.
بلخوا د ښونیز مرکز یوه سرچینه وایي د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او تر ۲۰ زیات ټپیان دي.


د مطلب کود: 168930

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168930/د-کابل-ښار-خونړی-ځانمرګي-برید-په-اړه-طالبانو-دریځ

آوا
  https://www.avapress.com