کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند ولایت کې د وسله والو مخالفینو یوه ډله سولې پروسی سره یوځای شوي

25 اسد 1397 ساعت 9:14

د هلمند چارواکي وايي، د ملا لعل محمد په مشرۍ د دولت د وسله والو مخالفینو یوه اته کسیزه ډله پرون چهارشنبه د سولې له پروسې سره یو ځای شوه.



د هلمند د والي دفتر په یوه بیان کې ددې وسله والو د مشر ملا لعل محمد په حواله ویلي چې دوي له تیرو ۱۵ کلونو راهیسې د دولت پر ضد جنګیدل او اوس له خپلو کړونو پښیمانه دي.
د سولې له پروسې سره یو ځای شویو دې وسله والو ویلي دي چې د افغان دولت د وسله والو مخالفانو د جګړې قومنده د پاکستان په لاس کې ده.
د هلمند والي ژمنه کړې ده چې د سولې له پروسې سره یو ځای کیدونکي وسله وال به مصئونه وي او دولت به د هغوي په ژوند کې د مثبتو بدلونونو په رواستو کې همکاري وکړي.


د مطلب کود: 168950

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168950/هلمند-ولایت-کې-د-وسله-والو-مخالفینو-یوه-ډله-سولې-پروسی-سره-یوځای-شوي

آوا
  https://www.avapress.com