د پکتیا ولایت ګردیز په مربوطاتو کې امنیتی چارواکې یو پاکستانی چاودیدونکو توکو ډک یو موټر نیولی دی.
پکتیا ولایت کې چاودیدونکو توکو ډک موټر نیول شوي
25 اسد 1397 ساعت 9:21
د پکتیا ولایت ګردیز په مربوطاتو کې امنیتی چارواکې یو پاکستانی چاودیدونکو توکو ډک یو موټر نیولی دی.
د پکتیا ولایت د امنیې قوماندانی امنیت امر دادالله هوتک وایي دغه موټر د پاکستان له میرانشاه ښار څخه پکتیا ولایت ته استول شوې وه.
د پکتیا امنیتې قوماندانی له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ”نن چهارشنبه د روان لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۴ مه نیټه؛ د پکتیا امنیه قومندانۍ زړورو پولیسو د کشفي راپورونو پر اساس یو عراده سوپر موټر چې پر لسګونه کېلو ګرامه چاودېدونکو توکو بار و، د ګردېز ښار د بنوزیو په ساحه کې کشف او د ملي پوځ د ماین پاکونې ټیم لخوا خنثی شو. “
خبرپاڼه زیاتوي، چې وسله والو مخالفینو غوښتل چې د دغه موټر بم په واسطه د ګردېز په ښار کې چاودنه وکړي او بېګناه کسان په شهادت ورسوي چې خوشبختانه د افغان ملي ځواکونو لخوا یې مخه ونیول شوه.
د پکتیا امنیې قوماندانی په وینا، که څه هم د یاد موټر سره یو ځای کوم څوک نه دي نیول شوي خو د کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا یې په اړه پلټنې روانې دي.
د مطلب کود: 168951