دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۶
د مطلب کود : 168952
امریکا دریو کمپنیو باندی چی شمالی کوریا سره مرسته کوی، بندیزونه لګولي
متحده ایالاتو پر دریو بهرنیو کمپنیو چې د امریکايي مقاماتو په خبره د شمالي کوریا له اټومي پروګرام سره مرسته کوي ،بندیزونه ولګول.

د امریکا د خزانې وزارت پرون وویل ددغو دریو باروړونکو کمپنیو پر ضد چې په چین ،سینګاپور او روسیه کې میشت دي ګامونه اخلي.
ددې پریکړې له مخې په متحده ایالاتو کې ددې کمپنیو پانګې بندیږي او امریکايي وګړي نشي کولی له هغوي سره سوداګري وکړي.
که څه هم واشنګټن له پیونګ یونګ سره مستقیمې خبرې پیل کړي خو بیا يې هم د موجودو نړیوالو بندیزونو د عملي کولو له لارې پر شمالي کوریا خپلوفشارونو ته دوام ورکړی دی.
متحده ایالات غواړي چې ددې بندیزونو په وسیله شمالي کوریا اړباسي چې خپل اټومي او د لرې واټن ویشتونکو میزایلو پروګرام ختم کړي.
https://avapress.com/vdcgn79qxak93y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته