دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 168953
ترهګرۍ "۶۴۰۰۰" افغانان قرباني کړي دي
د افغانستان حکومت تیره ورځ (اګست ۱۵) په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې "د ترهګرۍ د قربانیانو د یادولو ورځ" ولمانځله.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د اګست ۱۵ په نړۍ کې د ترهګرۍ د قربانیانو د یادولو ورځ اعلان کړې ده.
افغانستان کې داسې وخت د ترهګریزو پېښو د قربانیانو یادونه وشوه، چې د چارواکو په حواله د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوه ځانمرګي بریدګر ۳۷ کسه ووژل او ۴۷ کسان یې ټپیان کړل.
په غزني ولایت کې بیا د حکومتي پوځیانو او وسله والو طالبانو ترمنځ د سختو جګړو له امله لسګونه کسان وژل او سلګونه نور زخمیان دي.
افغانان وایې چې د غزني ښار په وروستیو دوو لسیزو کې داسې سوځېدلی او ملکیان یې نه وو وژل شوي، چې د تیرې اونۍ په جګړو کې وشول.
د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله دغې غونډې ته وویل چې "د ترهګرو او ډاراچونکو له منځه وړل د یوه هېواد او ملت له وس نه پورته" خبره ده.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشران وایې چې په تېرو نهو کلونو کې شاوخوا ۶۴۰۰۰ ملکیان د ترهګریزو پېښو قرباني شوي دي، پدې رقم کې ۶۴٪ سلنه ټپیان او ۳۶٪ په سلو کې خلک وژل شوي دي.
د کمېسیون مشره سیما سمر وایې چې د ملکي مرګ ژوبلو ۷۰٪ مسؤلیت د مخالفو وسله والو په خاص ډول د طالبانو پر غاړه دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchm6nzx23n-wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته