دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 168954
پولنډ دغه هیواد کې د امریکا ددایمی حضور غوښتنه کړي
پولنډ پرون د خپلو وسله‌والو ځواکونو د ورځې د لمانځلو په مراسمو کې په دې هېواد کې د امریکا د دایمي پوځي حضور غوښتنه وکړه.

د پولنډ ولسمشر اندرې دودا د چهارشنبې په ورځ د خپلو وسله‌والو ځواکونو د ورځې د لمانځلو په مراسمو کې په خپل هېواد کې د امریکا د دایمي پوځي حضور غوښتنه وکړه.
د پولنډ د پوځ د لمانځلو په مراسمو کې د یوه پوځي رسم ګذشت په ترڅ کې ټانکونه او نور تجهیزات نندارې ته وړاندې شول او خلکو د دودیزو جامو په اغوستلو سره په‌کې ګډون وکړ.

د پولنډ ولسمشر چې هېواد يې په سیمه کې د روسيې له پوځي خوځښتونو اندېښنه لري وویل چې په پولنډ کې د امریکايي ځواکونو دایمي شتون به دا هېواد له هر احتمالي یرغلګر وساتي.
په ۲۰۱۴ کال کې د روسيې له‌خوا له خپلې خاورې سره د کریمیا ټاپو وزمې تر یوځای کولو وروسته امریکا له خپل لوري او د ناټو تړون په چوکاټ کې په پولنډ او د ناټو تړون په ختیځو پولو کې پرتو هېوادونو لیتوانیا، لاتویا او ایستونیا کې پوځیان ځای پر ځای کړل.
پولنډي چارواکو له امریکا غوښتي دي چې په دې هېواد کې یوه دایمي پوځي اډه جوړه کړي او د خپلو سرتېرو شمېر هم زیات کړي.
​متحده ایالاتو تر اوسه پورې د پولنډ دې غوښتنې ته چې زیات لګښت به ولري او روسیه به هم په غصه کړي، ځواب نه‌دی ویلی.
د پولنډ ولسمشر اندرې دودا په پرونیو مراسمو کې وویل چې تر ۲۰۲۴م کاله پورې به دا هېواد خپله دفاعي بودجه هم زیاته کړي.
 
https://avapress.com/vdciwvaz5t1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته