دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۴
د مطلب کود : 168958
صلاح الدین ربانی: خلګ به د جنایتکارانو څخه بدله واخلی
صلاح الدین ربانی؛ د خارجه چارو وزیر او اسلامی جمعیت ګوند رهبر، کابل کې موعود زده کړیز مرکز برید په غبرګون، ټینګار کړي چی خلګ به د جنایتکارانو څخه بدله واخلی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د خارجه چارو وزیر خپل غبرګون په یو برخه کې ددی تروریستی برید په وړاندی وویل: وحشی تروریستان یو زده کړیز مرکز باندی برید سره خپل د قساوت اوج په نمایش پریښی او بشری جنایاتو تاریخ کې تازه ریکارد ثبت کړل.
اسلامی جمعیت ګوند مشر په وینا، د کابل په لویدیځ کې  د ځوانانو جمعی وژنه، ددی اونۍ په اوږدو کې د تروریستانو یواځنۍ جنایت نه وو؛ بلکه په کابل کې د وینی دریابونو په جاری کولو سره په غزنی، بغلان، فاریاب، تخار او ګردیز او غزنی ته په اور اچول بیرته د کابل شمال شنه تاک زارونو ته اور اچولو تریخ خاطرات راژوندی کړل.
ښاغلی ربانی ټینګار کړي چی خلګ او ددی ځمکې تاریخ، هیڅ وخت به دا جنایت له یاده ونه باسی او خپل بدله به د جنایتکارانو څخه واخلی.
د یادولو وړدی چی په یو انتحاری برید کې چی چهارشنبه په ورځ موعود زده کړیز مرکز باندی په کابل کې ترسره شو، نږدی ۴۸ تنه شهید او ۷۰ تنه نور ټپیان شو.
انتحاری تروریستان، د شیعه زده کوونکو کانکور آمادګی درسی صنف تر برید لاندی راوسته.
 
https://avapress.com/vdccp4qs42bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې