دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 168959
جنرال دوستم پر امنیتي مسوولینو کله نیوکه وکړه
د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په پلازمېنه کابل ښار کې د تیرې ورځې ځانمرګي برید په اړه غبرګون وښود.
نوموړی په یوه بیان کې ویلي، چې د دښمنانو له خوا د تیرې ورځې برید په څېر وحشیانه بریدونه له اټکله لرې خبره نه ده، خو معلومه ده چې ولی امنیتي ځواکونو تر اوسه نشي کولی د دغو بریدونو مخه ونیسي.
جنرال دوستم زیاته کړه، چې د ورته بریدونو تکرار دا په ډاګه کوي چې د کابل ښار او نورو ولایتونو امنیت د هغو کسانو په لاس کې نه دي چې د ښې رهبری او مدیریت وړتیاوې ولري.
دا په داسې حال کې ده چې یوه ځانمرګي بریدګر تېره ماښام ناوخته د کابل ښار په لویدیځ په دشت برچي سیمه کې یوه ښوونیز مرکز په نښه کړه.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي تائیدوي چې د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۸ کسان وژل شوي او د پیښې له ځای شاوخوا ۶۷ ټپیان روغتونونه ته ور وړل شوي.
تر اوسه  کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی خو وسله والو طالبانو د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې د کابل برید د وسله والو طالبانو پورې ربط نه لري.
د یادونې وړ ده چې د دولت ضد وسله والې ډلې هڅې کوي ترڅو د هېواد په مهمو ښارونو او ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdkj0fnyt09n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته