دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 168983
د کابل ښار خونړی ځانمرګي برید په اړه د داعش ډلې ادعاوې
په افغانستان کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش خراسان د کابل په لویدیځ دشت برچي سیمه کې یې د تیرې ورځې ځانمرګي برید مسئولیت په خپله غاړه اخیستی دی.

د داعش  په یوه بیان کې ویلي، چې د داعش ډلې اړوند یوه ځانمرګي پرون په پلازمينه کابل ښار کې یې د شیعه ګانو په یوه سیمه کې برید ترسره کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې یوه ځانمرګي بریدګر تېره ماښام ناوخته د کابل ښار په لویدیځ په دشت برچي سیمه کې یوه ښوونیز مرکز په نښه کړه.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي تائیدوي چې د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۸ کسان وژل شوي او د پیښې له ځای شاوخوا ۶۷ ټپیان روغتونونه ته ور وړل شوي.
وسله والو طالبانو د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې د کابل برید د وسله والو طالبانو پورې ربط نه لري.
د یادونې وړ ده چې د دولت ضد وسله والې ډلې هڅې کوي ترڅو د هېواد په مهمو ښارونو او ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړي.
د دوشنبې په ورځ هم د کابل ښار په ختېځ کې د ټاکنو کمېسیون دفتر ته څېرمه د ځانمرګي برید په ترڅ کې د پولیسو په ګډون یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaaan6e49nio1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته