دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۱۸
د مطلب کود : 169004
په ننګرهار کې ملی امنیت ځواکونو اووه ځانمرګی بریدګر نیولي
په ننګرهار ولایت کې چارواکي وایي د ملي امنیت ریاست موظفینو د جلال اباد ښار له مربوطاتو څخه اووه ځانمرګي بریدګر نیولي.

د ننګرهار والي ویاند تائیدوي چې د ملي امنیت ریاست موظفینو په جلال اباد ښار کې د ځانمرګو بریدګرو اووه کسیزه شبکه نیولې ده.
نوموړی په دې اړه نور جزئایت ورنه کړل او د دولت ضد وسله والو ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ اړوند د ککړک په مياګانو کلي کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې يو موټر بم لمنځه وړی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې وسله والو مخالفينو پلان درلود، چې جلال اباد ښار کې د خپلواکۍ بېرته ګټلو نمانځنې مراسمو او يا هم لوی اختر په ورځو کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې موټر بم چاودنه رامنځته کړي، چې موخې ته له رسيدو وړاندې يې پلان شنډ شو.
 
https://avapress.com/vdcfx1dyjw6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته