کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکایی ځواکونو په هلمند کې وسله والو طالبانو ته مرګژوبله اړولي

25 اسد 1397 ساعت 21:22

په هلمند ولایت کې د امریکایي ځواکونو هوایي برید په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.




د هلمند ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې نن د غرمې وروسته بهرنیو هوايي ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ چاه انجیر سیمه کې هواې برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې ۱۳تنه وسلوال مخالفین وژل شوي دي.
د یوه بل خبر له مخې د تریخ ناور اړوند سیمه کې هوايي برید هغه وخت ترسره شوی چې کله وسلوالومخالفینو غوښتل دامنیتې ځواکونو پر پوستو باندې ډله ایز بریدونه وکړې چې په ترڅ کې ۱۴تنه وسلوال مخالفین وژل شوې او ۷ تنه نورټپیان دي.
هلمند د افغانستان په سویل کې د هېواد له ناامنه او د طالبانو د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د هلمند په ګډون د هېواد په یو شمېر نا امنو ولایتونو کې د وسله وال طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد پوځي عملیات دوام لري.
د یادونې وړ ده چې تېره اوونی هم د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې شاوخوا ۱۹ وسله وال په نهر سراج ولسوالی کې وژل شوي وو.
 


د مطلب کود: 169005

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169005/امریکایی-ځواکونو-په-هلمند-کې-وسله-والو-طالبانو-ته-مرګژوبله-اړولي

آوا
  https://www.avapress.com