دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۲۷
د مطلب کود : 169006
طالبانو د سره صلیب موسسی سره د فعالیتونو د سرته رسولو امنیتی تړون لغوه کړه
طالبانو د روانې زمري مياشتې په ۲۳نيټه تېره سې شنبه له سور صلیب نړیوالې مؤسسې سره د خپل هغې امنیتي تړون د لغوه کولو اعلان وکړ چې دې مؤسسې ته یې د فعالیتونو د سر ته رسولو لپاره ورکړی و.


نن د سره صليب وياندې رويا موسوي ويلي، هڅه کوي چې د خبرو له لارې د طالبانو سره راپورته شوې ستونزه حل کړي.

که څه هم روياموسوي وايي، چې سره صليب وخت ناوخت له بنديانو سره کتنې کړي، او د يوه بې پرې بنسټ په توګه يواځې کولی شي چې د بنديانو بشري وضعيت څېړنه او هغوی سره مرستې وکړي.

خو طالبانو په خپره کړې اعلاميه کې د تړون د لغوه کولو لامل د څرخي پله په زندان کې د زرګونو بندیانو د نه خوړلو اعتصاب ته “د سره صلیب هیڅ ډول عکس العمل نه ښودل او د بندیانو د ستونزو په اړه هیڅ ډول صحي او حقوقي اقدام نه کول“ بللي و.

موسوي وايي، د اګست په ديارلسمه نيټه يې له زندانيانو سره کتلي، هغوی ته مو د روغتیايي او نورو خدماتو د رسولو هڅه کړې خو د يوه بې طرفه بنسټ په توګه نه غواړو چې د دولت او زندانيانو په کارونو کې مداخله وکړو.

د طالبانو اعلاميه کې راغلي، د سور صلیب مؤسسې د څرخي پله ناروغو زندانيانو لپاره “نه پخپله د علاج زمینه برابره کړې او نه يې هم د زندان مسئولين ورته متوجه کړي”.

له تیرې یوې اوونۍ راهیسې په څرخي پله زندان کې نږدې ۴۵۰۰ بندیانو د نه خوړلو اعتصاب کړی و او ځینو یې خولې هم ګنډلې وي خو د چارواکو او د زندان د سرچينو په وينا اعتصاب تېر ماښام پای ته رسېدلی دی.

د محبسونو او توقيف ځايونو عمومي رئيس حليم کوهستاني وايي، پرون ماښام د زندانيانو اعصاب ختم شو او دا مهال کومه ستونزه نشته،

د ياد زندان څخه يوه زنداني کابل ټکی کام ته د اعتصاب پای ته رسول منلي وايي د چارواکو له لوري د زندانيانو څلور غوښتنې منل شوي چې په وينا يې چې د ولسمشر امضا ورباندې شوې وه.

د دوی په وينا د زندانيانو غوښتنې چې چارواکو يې د عملي کولو وعده کړې په لاندې ډول دي:

لومړی: د کرزي په وخت کې ور کړل شوی د ۱۳۹۳ کال تقویتي فرمان لپاره به کمیسون ټاکل کېږي او په ظرف د یوې میاشتي کې به تطبیقېږي.

دوهم: هغه زنداني چې تر پنځو کلو پورې یې د قید موده پاتې وي کولای شي خپل ولایت ته تبدیل شي؛ که خپل ولایت یې نا امنه وي په مربوطه زون کې بل ولایت ته تبدیلېلی شي.

درېیم: د اعدامیانو د سرنوشت ټاکلو لپاره به کمیسون ټاکل کېږي؛ او د يوې مياشتې په موده کې به لیست ریاست جمهوري ته سپارل کېږي هغه به یې په اړه تصمیم نیسي تر څو یې اعدام مات او په قید بدل شي.

څلورم: هغه ناروغان چې صعب العلاج دي؛ او هغه بندیان چې کبر سن سپین ږیري دي؛ کمیسون به ورته ټاکل کېږي د دوو میاشتو په وده کې به یې جدول تکمیلېږي؛ او د ازادۍ لپاره به يې کوټلې ګامونه اخستل کېږي.

زندانيان وايي، دوې هغه مادې چې نه دي منل شوي یوه بغير له استثنا څخه ټولو بندیانو ته فرمان او تخفیف ورکول دي؛ او دوهمه په قید کې د نصف ماده لغوه کېدل دي نه دي منل شوي، خو زياتوي چې اړوند چارواکو وعده کړې چې په دې اړه به هم خپل کوښښونه دریغ نه کړي.
https://avapress.com/vdchvwnz-23n-vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته