دخپریدو نیټه :جمعه ۲۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 169011
جنرال عبدالرازق: کندهار کې ګڼ وسله وال وژل شوي
طالبانو د زابل له ولایته په تیریدونکې لویه لاره د جنرال عبدالرازق هغه کاروان په شا تنبولی چې غزني ته د مرستې لپاره راهي وه.

د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، په لوی شمیر کې طالبان د عبدالرازق د کاروان مخنیوي ته راوتلي ول او زابل په ترنک سیمه کې یې سختو بریدونو لاندې ونیوه.

د کندهار یوې امنیتي سرچینې منلې چې طالبانو د دوی کاروان ته مرګ ژوبله واړوله، لدې کبله اړ شول چې شاتګ  وکړي.

خو طالبانو ته نزدې سرچینو ویلي چې د جنرال عبدالرازق د کاروان له شاتګ وروسته دغلته راغلو طالبانو په هغه بیس برید وکړ چې په ترنک سیمه کې په لویه لاره پروت و او بشپړ یې سقوط کړ.

طالبانو ددغه بیس نیولی او ګڼو پولیسو وژلو پخلی کړی دی.

بلخوا، د کندهار امنیه قوماندان ادعا کړې چې  چي په تېرو څلورویشتو ساعتونو کي يې د عملیاتو پر مهال ګڼ وسله وال وژلي او ټپیان کړي.

جنرال عبدالرازق وايي، چي دغه عملیات په معروف، شاولیکوټ، میوند او ارغنداب ولسواليو کي سوي.
https://avapress.com/vdcdfn0ffyt09z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته