دخپریدو نیټه :جمعه ۲۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 169018
داعش ډله بيا خلافت جوړولو ته تیاره ده
که څه هم امريکا او اتحاديان يې وايي چې داعش ډله د مينځه وړل شوی خو دا ثابتول ګران شوي ځکه چې په وروستيو استخباراتي اټکلونو کې خبرداری ورکړی شوی چې دولت اسلاميه يا داعش ډله يو ځل بيا د خپل سره خلافت جوړولو ته تياره ده.

امريکا او اتحاديان يې د مياشتو راهسې وايي چې د فضايي بمباريو په ملاتړ يې د اتحادي ځواکونو په ځمکنيو عملياتو کې د داعش نه هغه سيمې تر ۹۸ فيصده پورې پاکې کړي کومې سيمې چې هغوي په شام او عراق کې په خپله ولقه کې اخیستې وې.
خو اوس دغه چارواکي دا مني چې دا کار پوره نه ؤ.
د پېټاګون وياند کموډور سين روبررټسن وي او ای ته د ايمېل د لارې په لېږلي بيان کې ويلي، چې داعش بيا په دې حال کې دی چې ځان بیرته رايو ځای کړي.
روبرټ ويلي ښايي داعش د کال ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷م د هغه وخت د القاعده ډلې نه زيات توان لري کله چې دغه ډله په عراق کې ښه په زور کې وه.
روبرټ زياته کړې داعش اوس هم ګواښ دی او د داعش يو تندلاری د ډېرو برابر دی.
دې بيان په داسې حال کې پوښتنې راولاړې کړي چې دفاعي استخباراتي ادارو په عراق او شام کې د داعش د جګړه مارو شمېر د ۲۸ زرو نه تر ۳۲زرو پورې ښودلی دی کومه شمېره چې د دوی د واک د زور په وخت کې نزدې هم دومره وه.
بل لور ته ملګرو ملتونه په خپل يو بل رپورټ کې د داعش شمېره په دواړو ملکونو کې ۳۰زره ښودلې ده.
د دغو شمېرو په اړوند ويل کيږي چې دا د پخواني بيان سره په تضاد کې دی چې دا خلک په شام کې په وړو وړو ډلو کې اوسيږي.
ځينې امريکايي چارواکي د نوؤ شمېرو په اړوند وايي چې په دې کې د داعش د تندلارو کورنۍ هم شامل کړی شوي دي.
روبرټ د کره شمېرې ښودلو څخه ډډه کړې خو ويلي يې دي چې هو، د داعش د غړو کورنۍ تراوسه دغلته اوسيږي.
هغه ويلي داعش به د دې نه پوره ګټه اوچتوي چې بيرته يو ځای شي که څه هم په دوی فشار اچول کيږي.
د ځينو امریکايي چارواکو ترمخه د امريکا په مشرۍ اتحاد په داعش نزدې ۲۴ زره هوايي بريدونه کړي او د ۷۰زره پورې داعشيان يې وژلي وو.
د امريکايي استخباراتي تازه اټکل ترمخه دا وخت په شام کې د اته زرو نه تر نهه زرو پورې داعشيان موجود دي او دغه سیمې د شام د حکومت يا د دوي د اتحاديانو روس او ايران د واک لاندې دي.
ويل شوي که څه هم د داعش مالي سرچينې راکمې کړی شوي خو وچې شوي نه دي او دوی اوس هم د قلنګ، تاوان دپاره تښتونو او تېلو د لارې په لسګونو ملينه امريکايي ډالرې پېدا کوي.
https://avapress.com/vdca6on6a49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته