سمع الله صدیق په غزني کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې همکاران یې لا هم پر ښار په وروستۍ حمله کې د وژل شوو کسانو د جسدونو په راغونډولو لګیا دي.
سمع الله صدیق: "دافغاني سرې میاشتې ټولنې، د غزني په وروستۍ جګړه کې ، تقریباً، ۲۰۰ جنازې انتقال کړې دي. په ځیني کورونوکې چې ملکي خلک ټپیان ول، بند پاتې ول هغوي ته بېړنۍ مرستې شوې دي. "
وسله والوطالبانو تېره اونۍ، د جمعې په سهار پر غزني ښار ډله ائیزه حمله وکړه.
د غزني امنیه قوماندان، سمونوال فرید احمد مشعل پرون ازادي راډیوته وویل چې یوازې دجګړې په لومړۍ ورځ،څلور سوه تنه وسله وال ووژل شول.
مشعل وویل د تلفاتو دقیق رقم به وروسته څرګند شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)