دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 169044
امریکا ترکیه په نورو بندیزونو ګواښلې
امريکا متحده ايالاتو ترکیه په نورو بندیزونو په هغه صورت کي ګواښلې چي که تر نظارت لاندي امریکايي راهب اندریو برونسن ژر تر ژره آزاد نه سي.
د امریکا د مالیې وزیر ستیون منوچن، په سپینه ماڼۍ کي د کابینې د یوې جلسې پر وخت وویل چي په دې صورت کي حکومت د نورو بندیزونو وضع کولو ته تیاری نیولی دی. له بلي خوا بیا جمهور رييس دونالد ترمپ، ویلي دي چي ترکیې د امريکا متحده ايالاتو د یوه «ښه دوست» په حیث ځان نه دی ثابت کړی. ترمپ د جمعې په شپه پر خپلې تویتر ټولنیزې پانې ولیکل: «موږ به د یوه بې گناه سړي د آزادیدو په خاطر هیڅ څه ورنه کړو خو پر ترکیې باندې فشارونه ډیروو.» د ناټو غړي یو بل ته ګواښونه کوي له دې سره به نو د دغو دواړو ناټو غړو هیوادونو تر منځ بحران نور هم شدید سي. راهب اندریف برنسن په ۲۰۱۶م کال کي د ترکیې په ازمیر ښار کي د ترهگرۍ په تور تر تحقیقاتي توقیف لاندې ونیول سو او بیا تر هغه لږ وروسته په کور کي نظر بند سو.جمهور رييس دونالد ترمپ په تکرار سره د هغه د ژر تر ژره خلاصیدو غوښتنه کړې ده. د همدې اگست میاشتي په سر کي د امریکا حکومت د دوو ترکي وزیرانو پر ضد تعزیرات وضع کړل چي ترکیې یې بیا په متقابلو تعزیراتو لاس پوري کړ. خو د همدغه بحران له کبله په ترکیه کي سخت اسعاري بحران رامنځته سو او ترکي لیره ډیره راولویده. ځکه نو د رجب طیب اردوغان حکومت د نورو هيوادونو پر مرستې باندي حساب کوي د بهرنیو پانګو په لټه څلور ورځي وروسته تر هغه چي ترکۍ لیره د همدغي شخړي په خاطر ډیره زیاته یعني ۱۵ سلنه راکښته سوه، د ترکیې د مالیې وزیر بیرا البایراک، د پنجشنبې په ورځ په یوه تلیفوني کنفرانس کي د اروپا، امريکا متحده ايالاتو او منځني ختیځ د پانگه اچونکو سره خبري وکړې. خو البایراک اضافه کړه چي د همدې مطلب په خاطر یې د بين المللي وجهي صندوق- IWF سره تماس ندی نیولی. دده په خبره به ترکیه ددغه بحران څخه لا قوي راووزي. خو لیره تر هغه راوروسته هم خپل عادي حالت ته نه ده راغلې. دترکي خبري آژانس انادولو په حواله، البایراک د جرمني د مالیې وزیر اولاف شولڅ سره هم په تلیفون کي خبري کړی دي. د آژانس په حواله شولڅ ټینگار کړی دی، چي یو قوي ترکي اقتصاد د جرمني او ټولي اروپا دپاره مهم دی. د ترکیې د مالیې وزیر بیرا البایراک داسي معلومیږي چي اسعاري بحران او د امريکا متحده ايالاتو سره سختو کشمکشونو دې ترکیه، اروپا او په ځانګړې توګه آلمان ته نزدې کړې وي. همدا پرو سږ کال لا د آلمان- ترکیې مناسبات د نورو تر څنگ په ترکیه کي د ډیرو آلمانیانو د بندي کیدو له کبله خراب سوي ول. خو د هغوی بندي کیدل اوس هم دوام لري. لکه څنگه چي همدا تیره پنجشنبه ورځ معلومه سوه چې یوه ورځ مخکې یعني د چهارشنبې په ورځ یو بل آلماني هم بندي سوی دی. د آلمان د خبري آژانس په حواله پر هغه باندي تور لگیدلی دی چی د اجتماعي رسنیو له لاري د منع سوي کردي کارگر حزب PKK له پاره تبلیغات کوي. د رسمي ارقامو له مخي تر اوسه پورې هم په ترکي محبسونو کي اووه آلمانیان د «سیاسي دلایلو» له مخې بندیان دي.
https://avapress.com/vdcjxhevxuqemyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته