کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزنی کې و ولسمشر غنی ویناوي

27 اسد 1397 ساعت 11:10


ولسمشر محمداشرف غني په غزني کې د مېشتو قومونو قومي مشرانو، علماء کرامو سپینږیرو او ولسي خلکو ته په وینا کې وویل چې که څه هم زه دلته د ویر او له تاسو سره د غمرازي په موخه راغلی یم، خو بیا هم له تاسو سره وعده کوم چې تر اختر پوري به د ښار پر خلکو اووه زره ټنه غنم وویشل شي، ترڅو خلک د غلې دانې له کمښت څخه په امان شي. ولسمشر ژمنه وکړه چې د غزني په وروستۍ جګړه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره به خاصه مرسته کېږي، د غزني خلک چې څه هم غواړي زه حاضر یم چې ورسره ویې کړم. ولسمشر غني غزني ولایت ته د سفر پرمهال دا چې د ولسي جرګې غړي او ځینې سیاسي مبصرین د غزني جګړه د ځینو کورني اشخاصو په مرسته د سیمې د استخباراتو کار بولي، نو ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د دغې پېښې څېړنه به کېږي چې چا غفلت او چا خیانت کړی دی. کله چې په دوه زره دیارلسم کال کې غزنی د اسلامي ثقافت د پلازمینې په توګه ونومول شو، د هېواد د وخت ولسمشر حامد کرزي دغه ولایت د لومړۍ درجې په توګه اعلان کړ، ولې چارې یې تر اوسه په ټپه ولاړې دي او نن د خلکو د غوښتنې په ځواب کې ولسمشر اشرف غني له غزني خلکو سره ژمنه وکړه چې د یوې میاشتې په ترڅ کې به د دغه ولایت د لومړۍ درجې چارې پشپړې شي. که څه هم د غزني د زیاترو ولسوالیو لارې له مرکز سره بندې او اکمالات یې د هوا له لارې کېږي، خو نوموړي ژمنه وکړه چې د لارو د امنیت په برخه کې به کوټلي ګامونه پورته کړي. ولسمشر غني غزني ولایت ته د سفر پرمهال ولسمشر اشرف غني د خپلې وینا په پای پر پاکستان غږ وکړ چې د افغان سولې په برخه کې ګام واخلي، هغه زیاته کړه چې پاکستان له افغان دولت سره د سولې د ټینګښت په خاطر ځیني لیکونه لاسلیک کړي وو، خو تر اوسه پاکستان په خپلو ژمنو وفا نه ده کړې چې ستره بېلګه یې د غزني وروستۍ جګړه ده چې د وسله والو مخالفینو یو سل پنځو مړي پاکستان ته انتقال شوي او زیاتره ټپیان یې په دغه هېواد کې تر درملنې لاندې دي. ولسمشر غني پر غزني ښار د وسله والو طالبانو تر پراخې حملې وروسته نن جمعه د غزني د امنیتي وضعیت د ارزولو په هدف دغه ولایت ته سفر وکړ. نوموړي ملي امنیت ته امر کړئ چې د غزني د جګړې دسیسه په هر اړخیز ډول وڅېړ او په دې برخه کې نیمګړتیا وې په ګوته کړي. وسله والو طالبانو د تېرې جمعې په شپه پر غزني ښار پراخه حمله وکړه چې شپږ ورځې یې دوام وکړ. په دغه جګړه کې د ملکیانو ترڅنګ د جګړې دواړو لوروته د درنې مرګ ژوبلې اوښتلو راپورونه ورکړل شوي دي.


د مطلب کود: 169046

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169046/په-غزنی-کې-ولسمشر-غنی-ویناوي

آوا
  https://www.avapress.com