دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 169047
عمران خان د پاکستان لومړۍ وزیر په توګه وټاکل شو
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د پاکستان د نوی لومړی وزیر په توګه وټاکل شو.

د پاکستان د ملي شورا رئیس اسد قیصار وویل، چې ښاغلي عمران خان د ۱۷۶ رایو په ترلاسه کولو سره د پاکستان لومړی وزیر په توګه وټاکل شو.
نوموړی زیاته کړه، چې په نننی غونډه کې یې د عمران خان په وړاندې د پاکستان د مسلم لیګ نوماند شهباز شریف یوازې ۹۶ رایې واخیستې.
د یادونې وړ ده چې ښاغلي عمران خان تر دې مخکې ویلي و چې د تحریک انصاف ګوند تر مشری لاندې حکومت به یې له خپلو ګاونډیو سره ښې اړیکې ولري.
هغه دا هم ویلي و، چې د ترهګرو په ضد او د جهاد په وخت کې یې جګړه تر نورو ډېر افغانان کړولي او دی غواړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي محدودیتونه لېرې کړي څو د دواړو هېوادونو خلک وکولی شي د اروپايي ټولنې د هېوادونو په څېر له یو بل سره اسانه تګ راتګ ولري.
د ښاغلي عمران خان په وینا، د پاکستان ثبات د افغانسان له سولې سره تړلی دی او له همدې امله پاکستان په افغانستان کې امنیت او ثبات غواړي.
 
https://avapress.com/vdcc0oqsm2bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته