دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۰
د مطلب کود : 169053
د امام خامنه ای اخیرو خبرو تحلیل

 
آیت الله سید علی خامنه ای د اسلامی انقلاب رهبر په داسی شرایطو کې د آمریکا اوسنۍ دولت سره هر ډول مذاکری ردولو څخه خبری کړي چی امریکا ولسمشر په بیلابیلو شکلونو سره هڅه کړي ترڅو ایران مذاکره میز ته وغواړی.
معلوم داره خبره ده چی د ښاغلی ترامپ غوښتنه دا نه ده چی  دامریکا او ایران مشکل حل کړی او یا ایران خلګو مشکلات کم کړی او یا هم تحریمونه د ایرانیانو څخه هیڅته کړی.
هغه باور لری چی د خپل پخواوو څخه ښه کولای شی ایران په وړاندی ودریږی او همدا دلیل دی چی مذاکره میز ته کښینستل غواړی.
ښاغلی ترامپ یو کاسب دی چی همغه کاسبی تګلاره په خپل سیاست کې خپل کړی دی او د ایران سره خبرو اترو لپاره څو مقصده په نظر کې لری:
 
۱ : آمریکا دننې ټولنې ته ووای چی ټولو شایعاتو سربیره چی د هغه په وړاندی مطرح کیږی، هغه توانیدلی چی متخاصم هیوادونو سره خبری وکړی او مشران یی د مذاکری میز ته وغواړی په داسی حال کې چی امریکا پخوانۍ مشران نه دی توانیدلی چی داسی کار ترسره کړی.
په حقیقت کې دا کار کولای سی د ښاغلی ترامپ پلویانو موقعیت د کنګره میاندوره ټاکنو کې پیاوړۍ کړي او هغوی د یو مفتضحانه ماتې څخه وژغوری.
 
۲ : خپل اروپایی همپیمانو ته شکاره کړی چی ایران په فشار سره کیدلای شی مذاکری ته آماده شی او ورڅخه امتیاز واخیستل شی او هغوی ته نه وو معلوم چی ایران سره څنګه چلند وشی.
 
۳ : امریکا متخاصم هیوادونو ته ووایی چی ستاسو ترټولو متخاصم او زړه وړ و مذاکری ته کښیناسته او تاسو هم زموږ غوښتنی ومنی.
 
۴ : د ایران همپیمانانو روحیه چی د جنګ په ډګر کې د پرمختګ په حال کې تضعیف کړی او امریکا رسنیزه کانال دا ذهنیت رامنځته کړی چی د ایرانیانو سره د پردی ترشا ځینی توافقات ترسره شوی ترڅو هغوی شا خالی پریږدی.
 
۵ : ښاغلی ترامپ دا باور ته رسیدلي وو چی د ایران داخلی وضعیت ډیر خراب دی او شپه او ورځ د ټلیفون پایی ته ناست وو ترڅو ایرانیانو اړیکه ونیسی او هغه خپل معیوب متعارف روش اړو تګلاری سره ایرانیان تحقیر او بی عزته کړی.
 
۶ : ایران دننه خرابوونکی جریانات روحیه پیدا کړی ترڅو ایران خلګو باندی نور فشار راوړی ترڅو ایران حکومت مجبور شی امریکا غوښتنې ومنی او د معمول په شان امریکا و ایران ته هیڅ کوم امتیاز ورنه کړی.
عملآ آیت الله خامنه ای پاکې اوبه د ترامپ پرلاسونو تویی کړي او هغه وویل چی ایران په هیڅ وجه دا امتیاز هغه ته نه ورکوی.
په حقیقت کې د اسلامی انقلاب رهبر اخیر خبری ثابت کړل چی دا سیاست پوه ډیر ماهر په سیاست کې دی او پوهیږی چی څنګه مقابل لوری غوږونه راتاو کړی.
د رهبری دا پیغام په حقیقت کې نورو اروپایی هیوادونو ته پیغام وو چی باید خپل تکلیف امریکا او ایران ترمنځ روشانه کړی او نن شرایط نور د پخوا په څیر نه دی چی وغواړی ایران سره لوبه وکړی.
د ایران رهبر اخیر خبری شکاره کړل چی ایران داخلی شرایط نن ورځو کې بین المللی ضمانتونو ته په کتو سره نسبی ثبات شرایطو کې قرار نیولی دی او دومره ثابت او مستحکم دی چی ایران رهبر په راحت زړه سره امریکا مذاکری غوښتنو ته رد وایی او هغه پوهوی چی حاضر نه دی کوم امتیاز چی خپل بقا لپاره ورته اړتیا لری، هغه ته ورکړی او ایران شرایط اوس هم داسی حالت ته نه دی رسیدلي چی ایرانیان هغه ته زنګ ووهی او مذاکری غوښتنه وکړی.
هغه کسان چی آیت الله خامنه ای پیژنی پوهیږی چی هغه بیله کوم دلیل خبری نه کوی او خپل خبرو نتیجه مخکې تر مخکې تحلیلوی څکه چی پوهیږی چی هغه خبری د ډیرو لپاره یو حجت تامین دی او هغه د امریکا ولسمشر په شان نه شی کولای هره نیټه داسی خبری کړی چی تراوسه اوریدونکې یی خبری نه دی هضم کړی، خپل خبرو ته بدلون ورکوی.
هغه وخت چی آیت الله خامنه ای د نه جنګ او نه مذاکره شرایطو څخه خبری کوی ټولو ایرانیانو ته دا باور ورکوی چی دشمن سیاسی-امنیتی او نظامی بیلابیلو معیارونو ته په کتو سره دشمن د جنګ شرایط نه لری او که وغواړی ایران سره جنګ ته وردننه شی ایران ډیر ښه او مناسب شرایطو د دشمن سره مخامخ کیدو لپاره لری او د همدی لپاره دشمن باید ډیر لیونۍ وی ترڅو ایران سره جنګ ته دننه شی.
داچی ښاغلی خامنه وویل چی ددی دولت سره نه یعنی شاید امریکا بل دولت سره د مذاکری لپاره آماده ویږ
همدارنګه دا ددی شکاره کوونکی دی چی ایران رهبر باور لری چی ترامپ به د امریکا ریاست جمهوری بل دوری لپاره ونه ټاکل شی او یا ټاکنو مخکې سقوط وکړی خو ایران باقی پاتیږی او هغه وخت کې به امکان وی چی ایران امریکا سره ځنیو مسایلو پرسر چی د دواړو هیوادونو ګډ منافع تامینوی، خبری وکړی.
کیدلای شی چی داسی تصور وشی چی دا خبری په دی دلیل مطرح شوی چی ایران دا فکر کوی چی بین المللی شرایط د امریکا په وړاندی داسی خراب شوی چی ډیر هیوادونه نن ورځو کې د ترامپیسم مخالف ائتلاف سره یوځای کیږی.
صحیح خبره ده چی امریکا د نړۍ ترټولو لوی اقتصاد لری خو باید له یاده ونه باسو چی دا هیواد د نړۍ ترټولو لوی پوروړۍ هم دی او سقوط یی اوس یو وریښته ته بند دی.
که د ښاغلی ترامپ قلدرمعابانه تګلاری د نړۍ بیلابیلو هیوادونو او امریکا پلویانو په وړاندی ادامه پیدا کړی هیڅ شک نشته چی دا وریښته به نور کش ونه خوری او پری به شی.
همدارنګه نن ایران پوهیږی چی د خاورمیانه سیمی په سطحه کې د قدرت په اوج کې دی او ایران همپیمانه په سیمه کې توانیدلي چی امریکا همپیمانان په ټولو محوراتو کې ماته کړی.
د ایران رهبر اخیری خبری شکاره کړل چی هغه هیواد داخلی شرایطو باندی باور لری او داخلی اعتراضات چی ایران داخلی ثبات باندی اغیزی لپاره رامنځته شوی دی نه دی توانیدی اسلامی جمهوری نظام قدرت ستون او پایی ولرزوی او هغه سربیره پردی چی داخلی اقتصادی مشکلاتو او خلګو باندی فشارونو سره مخ دی خو ډیر د ټولنیز ثبات څخه راضی وو، مضاف ددی څخه چی هغه یو مجوزی حکومتی حکم صادر کړی ترڅو قضائیه قوه اقتصادی مفسدان محاکمه کړی او دا محاکمه کیدنه علنی وی داسی چی اختلاسونو او غلاوو محکومولو په برخه کې شفاف ګام پورته کړی او اسلامی جمهوری نظام د بیلابیلو تورونو له امله چی دشمنان یی په وړاندی واردوی، مبرا شی.
https://avapress.com/vdcjihevtuqemyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته