دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۰
د مطلب کود : 169054
د لوی اوربند لپاره د سولې عالی شورا او علماوو شورا غوښتنه
د افغاستان د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي او د علماو شورا غړو له ولسمشر محمد اشرف غني او د طالبانو له مشرتابې څخه وغوښتل چې د لوی اختر په مناسبت کې اوربند اعلان کړي.

ښاغلي خلیلي نن په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، چې د سولې عالي شورا او د علماو شورا هیله مند دی چې دواړو غاړو به د یوې اوږدې مودې لپاره اوربند اعلان کړي.
د وسله والو طالبانو یو شمېر جګپوړي چارواکو تر دې مخکې ویلي و چې د طالبانو مشرتابه د لوی اختر په مناسبت کې د احتمالي اوربند پر اعلان غور کوي.
د طالبانو یوه چارواکی ویلي، چې د طالبانو ځینې ملګري د اوو ورځو لپاره د اوربند د اعلان غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې ولسمشر غني شاوخوا دوه  اوونی مخکې د افغانستان د راجستر شویو سیاسی ګوندونو له استازو سره د کتنې پر مهال او د مخکېني اوربند بریالۍ تجربې ته په اشارې ویلي و چې د لوی اختر په ورځو کې پر اوربند کار کېږي.
د افغانستان د دلسمشر د دفتر مرستیال هارون چخانسوري هم تر دې مخکې ویلي و، چې دغه اوربند به د لوی اختر په مناسبت اعلان شي.
د ښاغلي چخانسوري په وینا، د لوی اختر په مناسبت کې د اوربند اعلان ته د لیوالتیا نښې نښانې لیدل کېږي او دغه اوربند به د خلکو او دیني عالمانو په غوښتنه اعلان شي.
 
https://avapress.com/vdcamon6y49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته