دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 169058
امریکا دفاع وزیر: طالبان د غزنی په جنګ کې ۶ مقصده درلود چی یو ته هم ونه رسیده!
جیمز متیس؛ د امریکا دفاع وزیر وویل چی طالبان غزنی باندی برید کې، ۶ مقصده درلود؛ خو هیڅ یو ته یی ونه رسیده. خو هغه دا مقصدونو ته اشاره ونه کړه.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، جیمز متیس ویلی دی چی طالبان احتمالآ د افغانستان پارلمانی ټاکنو رامنځته کیدو مخکې چی قرار دی اکتوبر میاشت کې ترسره شی، خپل تاوتریخوالو او بریدونو ته ادامه ورکړی.
د امریکا دفاع وزیر ټینګار کړی چی افغانستان حکمت چی غربی ځواکونو ملاتړ لری، د ماتې سره به مخ نه شی.
د ښآغلی متیس خبری وروسته ددی ترسره کیږی چی طالبان د یو ځینو ریپورتونو په اساس د پاکستان، عرب او چچین تندروانو ملاتړ څخه برخمن وو، غزنی باندی څو بریده ترسره کړه؛ خو د پنځو سختو نښتو وروسته، شاته تګ وکړ.
هغه وویل چی ځینی طالب جنګیدونکی تراوسه هم د غزنی خلګو په کورونو کې پټ دی او هڅه کوی چی بیرته مجهز شی.
جیمز متیس وویل چی طالبان د غزنی خلګو په منځ کې محبوبیت نه لری؛ ځکه هغوی د تاوتریخوالی رامنځته کولو څخه ګټه اخلی، د بوم څخه کار اخلی؛ ځکه په رای سره نه بریالی کیږی.
دا په داسی حال کې دی چی د ټاکنو کمیسیون او دولت برنامو په اساس، هیڅ تاکنه قرار نه دی په غزنی کې ترسره شی او په حاضر حال کې، دا تاوتریخوالی او بومونه دی چی د رایو ځای نیولی دی.
 
https://avapress.com/vdceno8zvjh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته