کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا دفاع وزیر: طالبان د غزنی په جنګ کې ۶ مقصده درلود چی یو ته هم ونه رسیده!

27 اسد 1397 ساعت 14:09

جیمز متیس؛ د امریکا دفاع وزیر وویل چی طالبان غزنی باندی برید کې، ۶ مقصده درلود؛ خو هیڅ یو ته یی ونه رسیده. خو هغه دا مقصدونو ته اشاره ونه کړه.



 
د آوا په ګزارش سره، جیمز متیس ویلی دی چی طالبان احتمالآ د افغانستان پارلمانی ټاکنو رامنځته کیدو مخکې چی قرار دی اکتوبر میاشت کې ترسره شی، خپل تاوتریخوالو او بریدونو ته ادامه ورکړی.
د امریکا دفاع وزیر ټینګار کړی چی افغانستان حکمت چی غربی ځواکونو ملاتړ لری، د ماتې سره به مخ نه شی.
د ښآغلی متیس خبری وروسته ددی ترسره کیږی چی طالبان د یو ځینو ریپورتونو په اساس د پاکستان، عرب او چچین تندروانو ملاتړ څخه برخمن وو، غزنی باندی څو بریده ترسره کړه؛ خو د پنځو سختو نښتو وروسته، شاته تګ وکړ.
هغه وویل چی ځینی طالب جنګیدونکی تراوسه هم د غزنی خلګو په کورونو کې پټ دی او هڅه کوی چی بیرته مجهز شی.
جیمز متیس وویل چی طالبان د غزنی خلګو په منځ کې محبوبیت نه لری؛ ځکه هغوی د تاوتریخوالی رامنځته کولو څخه ګټه اخلی، د بوم څخه کار اخلی؛ ځکه په رای سره نه بریالی کیږی.
دا په داسی حال کې دی چی د ټاکنو کمیسیون او دولت برنامو په اساس، هیڅ تاکنه قرار نه دی په غزنی کې ترسره شی او په حاضر حال کې، دا تاوتریخوالی او بومونه دی چی د رایو ځای نیولی دی.
 


د مطلب کود: 169058

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169058/امریکا-دفاع-وزیر-طالبان-د-غزنی-په-جنګ-کې-۶-مقصده-درلود-چی-یو-ته-هم-ونه-رسیده

آوا
  https://www.avapress.com