دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 169059
انګېلا مېرکل د جرمنی صدراعظمه د روسیه ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ګوری
د جرمني صدراعظمه ، انګېلا مېرکل به نن شنبه د اسد۲۷ د روسیې له ولسمشر ، ولادیمیر پوتین سره وګوري.

د جرمني رسنۍ وايي چې پوتین به د برلین ښار په څنډه کې، دجرمني د حکومت په مېلمستون کې مېلمه وي.
انګېلامېرکل پرون له ولادیمیر پوتین سره دننۍ کتنې په اړه په برلین کې خبریالانوته وویل:
"موږ له روسیې سره ښه روابط غواړو، څرګنده ده چې زموږ ننۍ کتنه د دې هڅو یوه برخه ده. دا یو کاري ملاقات دی، د کومې ځانګړې نتېجې توقع نه ورڅخه لرم خو یوشمېر ستونزې چې موږ ورسره مخامخ یو لکه د اوکراین او سوریې وضعیت او اقتصادی همکارۍ،دومره مهمې دي چې زموږ دخبرو دایمي برخه دي. "

د رپوټونو په حواله، پوتین به د جرمني له صدراعظمې سره تر کتنې وروسته، د اتریش د بهرنیو چارو د وزیرې په واده کې د ګډون لپاره ویانا ته ولاړشي. خو کرېملن په دې اړه معلومات نه دي خپاره کړي.
انګېلا مېرکل پرون په برلین کې خبریالانو ته وویل چې له پوتین سره په ننۍ کتنه کې به د دوه اړخیزو اونړیوالو اړیکو د ښه کولو پر امکاناتو هم خبرې وکړي. دامریکا د متحدو ایالاتوولسمشر په وروستیو کې د برلین اومسکو تجارتي او اقتصادي اړیکوته په اشاره، پر جرمني سختې نیوکې وکړه .

د جرمني دحکومت ویاند، پرون جمعه وویل چې انګېلا مېرکل به د روسیې له ولسمشر سره تر کتنې وروسته د قفقاز په سیمه کې دریو هېوادونو ته تګ تیاري پېل کړي.
مېرکل دراتلونکې پنجشنبې په ورځ ګرجستان، اذربایجان او ارمنستان ته روانېږي.

هغه به لومړی په ګرجستان کې تم شي چې له روسیې سره له ډېر مودې راهیسې د جنوبي اوسیتیا او ابخازیا پر برخلیک لانجه لري . ګرجستان په وروستیوکې د ناټو په تړون کې د غړیتوب هڅې هم چټکې کړې دي.
د ناټو تړون عمومي منشي، ینس ستولتنبرګ تېره میاشت وویل چې په ناټو کې د ګرجستان غړیتوب قطعي دی خو دقیقه نېټه یې اعلان نه کړه او ویې نه ویل کې دا کار به څه وخت وشي.
 
https://avapress.com/vdcft1dy1w6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته