دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 169065
د ملګرو ملتونو پخواني عمومي منشي کوفي عنان مړ شو
د ملګرو ملتونو پخواني عمومي منشي کوفي عنان د ۸۰ کلونو په عمر مړ شو.

د کوفي عنان بنسټ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو پخواني عمومي منشي نن سهار د سویس په پلازمېنه بیرن ښار کې مړی شوی دی.
کوفي عنان د لسو کلونو لپاره یې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه دنده ترسره کړه.
نوموړی د ۲۰۰۱ په میلادي کال د نوبل جایزه هم ګټلې وه.
په همدې حال کې د کوفي عنان بنسټ له لورې په خپره شوې بیان کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو پخواني عمومي منشي د ور پیښې ناروغی له امله مړ شوی دی
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcceoqsp2bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته