حکومت یې د سولې لپاره طرحې او پلانونه ترتیب کړي او هم یې په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو، سیمې او نړیوالې ټولنې اجماع ترلاسه کړې ده او همدا علت دی چې طالبانو په افغانستان کې د جګړې مذهبي صبغه له لاسه ورکړې ده.
ولسمشر غني: سوله د تړلو دروازو او له سیاسي اجماع پرته نشي راتلای
27 اسد 1397 ساعت 18:26
حکومت یې د سولې لپاره طرحې او پلانونه ترتیب کړي او هم یې په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو، سیمې او نړیوالې ټولنې اجماع ترلاسه کړې ده او همدا علت دی چې طالبانو په افغانستان کې د جګړې مذهبي صبغه له لاسه ورکړې ده.
د جمهوري ریاست له خوا نن شنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د سولې او نورو ملي مسایلو په اړه نن له غرمې مخکې د هېواد د چاپي، تصویري او غږیزو رسنیو له یو شمېر مسؤلينو سره په ارګ کې مشورتي غونډه وکړه.
ولسمشر دغو مسؤلینو ته په خبرو کې وویل، حکومت یې د سولې لپاره طرحې او پلانونه ترتیب کړي او هم یې په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو، سیمې او نړیوالې ټولنې اجماع ترلاسه کړې ده او همدا علت دی چې طالبانو په افغانستان کې د جګړې مذهبي صبغه له لاسه ورکړې ده.
ولسمشر د رسنیو له مسؤلينو وغوښتل چې د هېواد د ملي مسایلو په اړه له حکومت سره د ملي اجماع په رامنځته کولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
د مطلب کود: 169078