کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سبا ماښام به کابل د فلسطین او افغانستان د فوتبال ملي لوبډلو د لوبو کوربه وي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 اسد 1397 ساعت 19:01

په کابل کې د افغانستان او فلسطین فوتبال لوبډلو سرروزونکیو د یوې خبرې ناستې پر مهال د زمري پر اته ویشتمه، چې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو له ۹۹ کلیزې سره برابره ده؛ ماښام مهال په کابل کې د فلسطین او افغانستان د فوتبال لوبډلو له لوبیدو خبر ورکړ.



د فلسطین فوټبال لوبډلې روزونکی نورالدین اُولد علي وایي؛ خوښ یم، چې د افغانستان د خپلواکۍ پر ورځ د دغه هېواد له ملي لوبډلې سره د ملګرتیا لوبه کوو. دا، چې دغه لوبډله له غوره بدلونونو سره مخ شوې؛ نو یوې سختې لوبې ته به هم وردانګو.
د یادې لوبډلې مشرعبدالله جابر وایي؛ خوښ یم، چې افغانستان ته راغلی یم. د دې لوبې ترسره کول به ټولنو ته له هیلو ډک پیغام وړاندې کړي.
د افغان فوتبال ملي لوبډلې سرروزونکی انوش دستګیر وایي، د فلسطین ملي لوبډله ښه ځواکمنه لوبډله ده؛ خو شیران خراسان فردا به له دې لوبډلې سره ډګر ته راووځي.
د افغانستان د فوتبال ملي لوبډلې مشر فیصل شایسته وایي، چې د زمري پر ۲۸ ماښام مهال به کابل د دغو دواړو جنګ ځپلیو هېوادونو، چې د سولې تږي هم دي؛ د دوستانه لوبې کوربه وي.
ویل کیږي، چې د کابل په کوربتوب تر سره کیدونکې لوبه به د راتلونکیو لوبو د کوربتوب لپاره یوه زړه راکښوونکې او غونی ځیږوونکې بېلګه وي.


د مطلب کود: 169081

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169081/سبا-ماښام-کابل-د-فلسطین-او-افغانستان-فوتبال-ملي-لوبډلو-لوبو-کوربه-وي

آوا
  https://www.avapress.com