کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

احمد ضیاء مسعود:

طالبان کابل باندی برید ته آماده کیږی/ حکومت طالبان تجهیزوی

28 اسد 1397 ساعت 11:00

احمدضیاء مسعود افغانستان ملی لوی ائتلاف ترناه لاندی سیاسی جریان رهبری غړۍ وایی چی طالبان کابل باندی یو برید آمادګی نیسی او که څه هم حکومت په دی خبری باندی پوهیږی، خو هیڅ اقدام نه کوی.



د آوا په ګزارش سره، سیاسی جریان، افغانستان لوی ملی ائتلاف د هیواد امنیتی وضعیت په اړه خبری ناسته په کابل کې رامنځته کړه چی په هغه کې د کابل تر دروازو پوری د طالبانو فعالیتونو پراختیا څخه اندیښنه ښودل شوی دی.
ښاغلی مسعود وویل: د طالابنو برید احتمال کابل او یا نورو ولایتونو باندی د تصور څخه لیری نه دی؛ دوی په یو هماهنګی کې دی؛ هم طالبان او هم حکومت.
هغه زیاته کړه: تروریستی ډلو تجهیز او تمویل یواځنۍ سرچینه بالخصوص طالبانو ته خپله حکومت دی؛ طالب ته وایی چی راسی دننه تاسو باندی کوم کار نه لرو؛ هغه وخت چی راغلل ټول نظامی قطعاتو تجهیزات او امکانات هغوی ته تسلیموی او موږ حتی خبر لرو چی طالبان مالی تمویل هم کوی.
د طلوع نیوز په ګزارش سره، همایون همایون، افغانستان ملی لوی ائتلاف غړۍ، وویل: دا ولسمشر باید ډیر ژیر برکناره شی.
دا اظهارات په داسی حال کې ترسره کیږی چی ارګ مخکې له دی ویلی دی چی اوسنۍ مشکلات د هغوی کسانو میراث دی چی همدا اوس څخه هره ورځ د حکومت څخه په بیلابیلو بهانو سره نیوکې کوی.
 


د مطلب کود: 169098

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169098/طالبان-کابل-باندی-برید-ته-آماده-کیږی-حکومت-تجهیزوی

آوا
  https://www.avapress.com