دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۵
د مطلب کود : 169100
هغه شرکتونه چې په چابهار بندر کې پانګونه کوي شل کاله له مالیاتو معاف دي
د چابهار په بندر کې ددغه بندر مسوولینو ویلي، دوی د پانګه والو لپاره پراخ او بې ساري وړاندیزونه لري.
ددوی په وینا دغه بندر کې دمګړی سلګونه ایراني او بهرنیو شرکتونو پانګونه کړې ده او شمېر یې ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو دی.
ایراني چارواکي وايي هغه کسان چې په چابهار کې پانګونه کوي، دوی ملکیت ورکوي، هلته برېښنا ارزانه ده، مالیات د شلو کلونو لپاره معاف دي او پانګه وال د خپل کارو بار سل سلنه ګټه خپلو هېوادونو ته وړلی شي. سرچینې ویلي چې دغه بندر د منځنۍ اسیا، ایران، هند او ځینې عربي هېوادونو د اتصال لپاره خورا مهم دی.
ایراني حکومت د بندر د ودې لپاره خپلې هڅې کوي او ډېر تمرکز پر افغانستان دی، څو افغان کمپنۍ وکړی شي په دغه بندر کې پانګونه وکړي. سرچینه زیاتوي چې دمګړی ۱۶۰ افغان کمپنیو او شرکتونو په چابهار کې پانګونه کړې ده.
https://avapress.com/vdccxoqsx2bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته