دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 169115
کابل اته لسمې امنیتی حوزې په مربوطاتو کې چاودنه شوي
د کابل ښار په لویدیځ د اته لسمې امنیتې حوزې په مربوطاتو کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

امنیتي چارواکي وایي پیښه د پل خشک په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده او په ترڅ کې د ملي پولیسوه یوه سرتېري ټپي شوی دی.
چارواکي زیاتوي، چې پیښه د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
تر اوسه کوم چا یا ډله د پیښې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې وړ ده چې تېره اوونی هم د کابل ښار په لویدیځ کې د ځانمرګي برید له امله شاوخوا ۴۰ کسان ووژل شول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندیوه پلاوي یا یوناما پرون وویل چې د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه ښوونیز مرکز د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۶۷ نور ټپیان دي.
یوناما په یوه بیان کې ویلي د پیښې حقایق اوس روښانه شوي. د اګست په پنځلسمه له غرمې وروسته یوتن ځان وژونکی د موعود ښوونیز مرکز ته د ننه شو او په ټولګي کې یې له چاودیدونکو توکو څخه ډک واسکټ ته د زده کوونکو په منځ کې چاودنه ورکړه، چې د کانکور د آزموینې لپاره یې چمتو والی نیوه. ډیری وژل شویو او ټپي کسانو له ۱۶ څخه تر ۱۷ کلونو ترمنځ عمر درلود.
 
https://avapress.com/vdciz3azwt1aqz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته