کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ او ننګرهار کې داعش او طالب وسله والو ته مرګژوبله اوښتي

28 اسد 1397 ساعت 13:34

د کونړ او ننګرهار ولایتونو په مربوطاتو کې د اسلامي دولت نومې ډلې او وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د ائتلاف قواوو بې پیلوټه الوتکې تېره ورځ د ننګرهار ولایت شیرزاد ولسوالۍ د ولی سهار په سیمه کې په ۱ عراده ډاډسن موټر باندې چې پکې ۵ تنه وسلوال طالبان سپاره ول هوایي بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۳ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۲ تنه نور یې ټپیان او یاد موټر یې ویجاړشوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې همداشان د ائتلاف قواوو بې پیلوټه الوتکې تېره ورځ د کونړ ولایت د نورګل ولسوالی د تیتک په سیمه کې د داعش تروریستي ډلې په پټنځایونو باندې هوایي بریدونه ترسره کړي چې په پایله کې یې د امین الله په نوم ۱ تن داعش وژل شوی، ۱ میل کلاشینکوف او ۱ پایه آیکم مخابره یې له منځه وړل شوي دي.
د وسله والو طالبانو او داعشیانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 169116

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169116/کونړ-او-ننګرهار-کې-داعش-طالب-وسله-والو-ته-مرګژوبله-اوښتي

آوا
  https://www.avapress.com