کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ ماڼۍ: ډیر ژیر به اوربند اعلان شی

28 اسد 1397 ساعت 13:38

د افغانستان د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر ویاند شاه حسین مرتضوي وایی چې حکومت به "ډېر ژر" اوربند اعلان کړي.



مرتضوي وویل په دی اړه وویل:
"حکومت پر اوربند څېړنه کوي، ښايي ډېر ژر اعلان شي."

شاه حسین مرتضوي په‎دې اړه د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.
هغه ونه‌ویل چې حکومت دقیقاً، څه وخت د اوربند د اعلان پلان لري، خو د جمهور رئیس ویاند، هارون چخانسوري پرون په یوه ټویټ کې لیکلي:
"د اوربند په اړه بحثونه د شنبې په ورځ هم روان وو او حکومت به له ټولو ښکېلو خواوو سره تر مشورې وروسته، خپله پرېکړه اعلان کړي."

په همدې حال کې د وسله‎والو طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده پرون شنبه د اسد ۲۷مه یو وار بیا ویلي چې غواړي د افغانستان د "اشغال" د پای ته رسېدو په اړه له امریکا سره مخامخ خبرې وکړي.
هبت‌الله اخندزاده په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، ویلي چې له واشنګټن سره "صادقانه، سپینې او داسې مذاکرې غواړي چې نتيجه ولري."
په‎دې بیان کې د افغانستان له حکومت سره د اوربند هېڅ یادونه نه‎ده شوې.
په افغانستان کې له طالبانو سره د حکومت له لوري د اوربند خبره په داسې وخت کې مطرح کېږي چې په وروستیو دوو اوونیو کې سلګونه افغانان د خونړیو حملو قرباني شول.
 


د مطلب کود: 169117

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169117/ارګ-ماڼۍ-ډیر-ژیر-اوربند-اعلان-شی

آوا
  https://www.avapress.com