دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 169129
کابل ښار کې د بېلا بېلو جرمونو په تور ۳۴۸ کسان نيول شوي
د کابل ولايت چارواکي وايي، چې وسله والو سره د اړيکو لرلو او قاچاقبرو په ګډون يې په بېلابېلو عملياتو کې ۳۴۸ کسان نيولي دي.


د کابل امنیه قوماندانی په یوه باین کې ویلي، چې د کابل ۱۰۱ آسمایی زون پولیسو د تیرې یوې میاشتې په ترڅ کې د بېلا بېلو جرمونو په تور لسګونه تنه نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه مجرمین چی شمېر یې ۳۴۸ تنو ته رسېږي د ښار له بېلا بېلو سیمو څخه نیول شوي دي.
د سرچینې په وینا، په دغه لړ کې له ۳۰ کیلو ګرامو څخه زیات نشه یي توکې ترلاسه شوي او ۳۰ میله وسلې له یو اندازه نظامي تجهیزاتو سره لاسته راغلي دي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې پولیس توانیدلې چې ۴۰۶ موټر ګمرک ته واستوي او ۱۰۰۰ جعلي نمبر پلیټونه ترلاسه کړي او همدا راز په دغه لړ کې ۷۰۰ موټر سایکله چې قانوني اسناد یې نه درلودل درول شوی دي.
د کابل ولایت امنیې قوماندانی په وینا، درې ټنه مهمات د ډایاګ پروسې ته هم سپارل شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxn0fnyt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته